د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزیون ته ویلي چي د کندهار ښار په دوهمه ناحيه کي د غالیو او فرشونو مارکيټ اور اخستی دی.
په یاده اورلګېدنه کي ځاني زیان نه دی اوښتئ ،خو په لوړه کچه مالي زیان اوښتی دی چي شاید لکونو ډالرو ته ورسېږي.
د لومړنيو معلوماتو له مخي چي یاده اورلګېدنه د برق د شارټۍ له امله رامنځ ته سوې ده،او اوس مهال د اطفائیې کارکونکو مهار کړې ده.