د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کندهار ښار د اوومي امنيتي حوزې په کوبي سيمه کي يوې ښځي خپل خاوند په تبرزين وهلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار څلور بجې رامنځ ته سوې ده.
په ورته وخت کي د کندهار د ط..البانو امنیې قومندانۍ هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د وژل سوي کس د وژني په تور ئې د هغه مېرمن نيولې او په لومړنيو څېړنو کي هغې ويلي، چي د خاوند په وژلو کي ئې بل کس هم همکاري کړې.
د ط..البانو په وينا چي بل کس د سيمي څخه تښتېدلی دئ او دوی ئې د موندلو هڅه کوي.