د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د کندهار د ملکي هوايي ډګر سره د کام ایر او یوناما د ملکي الوتکو د تېلو پر ذخیرو د پاکستان جيټ الوتکو د بمبار له امله تر ۶۰۰ ټنه زیات تېل سوځول سوي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه تېل د شاوخوا شپږ لکه ډالرو په اندازه وو، چي سوځول سي او ذخیرې ئې تخریب سوې.
د سرچينې په حواله په دغه پېښه کي دوه ملکي وګړي هم ټپیان سوي.