د کندهار ښار اوسېدونکي شکایت کوي چي د ښار په واټونو کي ټرافیکي بې نظمۍ ورځ تر بلې زیاتېږي او خلګ ئې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وایي نه عام خلګ د ټرافیکي اصولو مراعات ته ځان مکلف ګڼي او نه هم ټرافیکي مسئولین د قانون د پلي کېدو له پاره لازم ګامونه پورته کوي.
خلک شکایت کوي چي په هره څلور لاره کي ګډوډي، د موټرسایکل چلوونکو تېز رفتار، د موټرو بې نظمي او د ټرافیکي څراغونو نه رعایت د ورځنیو ستونزو یوه نه ختمېدونکې سلسله ګرځېدلې ده.
کندهار ښاريان د ط..البانو د چارواکو غواړي چي د ټرافیکي اصولو د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه پیل کړي، د قانون د پلي کولو سیسټم قوي کړي، د ټرافیکو شمېر زیات کړي او د ښار د سړکونو پراخولو ته ژر تر ژره پاملرنه وکړي ترڅو ولس د يادي ستونزي څخه خلاص سي.