د کويټ د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي ايران د دغه هیواد پر غیرنظامي تاسیساتو، د کویټ پر نړۍوال هوايي ډګر او د ځينو ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر سیمه بريدونه کړي دي.
د ياد وزارت په وينا چي په دغو بریدونو کي يو کس وژل سوی او يو شمېر نور ټپيان دي.
د کويټ دولتي رسنيو ويلي، چي د چهارشنبې د سهار وختي د برید له امله د کویټ نړۍوال هوايي ډګر فعالیتونه اغېزمن سوي او څو الوتنو خپل اصلي مسير ته هم تغير ورکړی دئ.
د دغه هيواد د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چي د هوايي ډګر د لومړي ترمینل ودانۍ هم په ياد بريد کي زيانمنه سوې ده.
په ورته وخت کي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مخکي کویټ او بحرین د هغو بریدونو د سرچینې په توګه یاد کړي وو، چي د ایران پر یوه نفتوړونکي بېړۍ او د قشم ټاپو پر مخابراتي تاسیساتو ترسره سوي وو.
تهران ویلي، چي د ایران وسلهوال ځواکونه د هر هغه برید د سرچینې او مبدا پر وړاندي د اقدام حق لري، چي دوی ته زيان رسوي.