د کډوالو نړۍوال سازمان ويلي، چي په ننګرهار کي شاوخوا دوه زره کورنۍ د وروستيو سېلابونو له امله زیانمني سوي دي

د کډوالو نړۍوال سازمان ويلي، چي په ننګرهار کي شاوخوا دوه زره کورنۍ د وروستيو سېلابونو له امله زیانمني سوي دي.
دغه سازمان ويلي، چي د يادو سېلابونو له امله يادي کورنۍ د خپلو اصلي کورونو څخه بې ځايه سوي دي او اوس لاسنيوي ته اړتيا لري.
ياد سازمان وايي هڅه کوي، چي په کنړ، لغمان او ننګرهار کي د سېلابونو له امله د زیانمنو سوو کورنيو سره مرسته وکړي.

تر دې مخکي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې ( اوچا) هم ويلي و، چي په افغانستان کي وروستيو سېلابونو د خلګ ژوند لاهم سخت او زیانمن کړی دئ او په خبره ئې چي په افغانستان کي اوس مهال بشري مرستو ته زیاته اړتيا ده.