د یمن حوثیانو ادعا کړې چي د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کي ئې د سعودي ارامکو پر یوه نفتي مرکز د بالستیک توغندیو

د یمن حوثیانو ادعا کړې چي د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کي ئې د سعودي ارامکو پر یوه نفتي مرکز د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی دئ.
حوثیان وایي، دغه برید ئې د سعودي عربستان پر مهمو نفتي تاسیسات ترسره کړی، خو د برید د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه ئې نور جزئیات نه دي ورکړي.
بلخوا، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی او نه ئې د برید د څرنګوالي په اړه معلومات خپاره کړي دي.