راپورونه وايي چي د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌اي

راپورونه وايي چي د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنه‌اي، د فبرورۍ په ۲۸مه د اسرائیلو او امریکا د بریدونو په لومړۍ ورځ کي ټپي سوی دئ.
د معلوماتو له مخي هغه په پښه کي ټپي سوی دئ.
. د ایران او اسراییلو چارواکو دا خبر تائید کړی، خو د نوموړي د ټپونو دقیقي کچي په اړه معلومات نسته.

چارواکي وايي چي مجتبی خامنه‌اي دا مهال په یوه ډېر خوندي او پټ ځای کي ساتل کېږي او اړیکي ئې ډېري محدودي دي، څو د ده د موقعیت راز افشا نسي.