راپورونه وايي چي د ایران په یو شمېر ښارونو کي د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي

راپورونه وايي چي د ایران په یو شمېر ښارونو کي د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي. د معلوماتو له مخي، په لرستان او د دې ولایت په مرکز خرم‌آباد کي خلګو د چاودني ږغونه اورېدلي دي.
همداراز، د چابهار بندر څخه هم د چاودني راپورنه ورکول سوي دي.
سرچینې زیاتوي چي له تهران وروسته، په کرج، قم، اصفهان، کرمانشاه او تبریز کي هم د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.

بلخوا بيا د اسرائیلو د دفاع وزير د شنبې په ورځ ويلي، چي يو ځل يې بيا پر ايران برید کړی. د دغو بريدونو د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويل سوي.