روسي رسنیو ادعا کړې ده چي امریکايي الوتکي پرته له ځنډه منځني ختیځ ته جګړهییز تجهیزات لېږدوي. د راپور له مخه د ایران سره د خبرو اترو په جریان کي امریکا څو د سونتوکو رسولو (ریفیولنګ) الوتکې هم اسراییل ته استولې دي.
سرچینی وایي چي د امریکا الوتکهبرداره بېړۍ USS George H.W. Bush هم د منځني ختیځ سیمي ته رسېدلې ده، چي له امله یې په سیمه کي د پوځي فعالیتونو د زیاتېدو راپورونه خپاره سوي دي.
د امریکايي رسنۍ CNN له مخه هم په سیمه کي د امریکا پوځي حضور زیات سوی ښکاري.
دا راپورونه په داسي وخت کي خپرېږي چي په سیمه کي ډیپلوماتیک او امنیتي وضعیت لا له مخکي حساس بلل کېږي.