رویټرز او د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ، راپور ورکړی، چي په کویټ کي د امریکا له سفارت څخه تور لوګی پورته سوی دئ.
په ټولنیزو شبکو کي د دې ډیپلوماټیکي ودانۍ او د هغې له پاسه د لوګي ویډیوګاني او انځورونه خپاره سوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخي، په کویټ کي د امریکا سفارت په یوې خبرپاڼه کي له امریکايي وګړو او نورو مراجعینو غوښتي، چي دې ځای ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
د دې خبر تر خپرېدو څو دقیقې وړاندي د ایران د اسلامي جمهوریت د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو وروسته، په کويټ، بحرین او قطر کي د خطر زنګونه وهل سوي وو.