رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي پاکستان د سعودي عربستان سره د دفاعي تړون له مخي ۸ زره پوځیان

رویټرز خبري اژانس د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چي پاکستان د سعودي عربستان سره د دفاعي تړون له مخي ۸ زره پوځیان، د جنګي الوتکو یوه ډله او هوايي دفاعي سیستم دغه هيواد ته استولی دئ.
راپور کي ویل سوي چي دغه ځواکونه بشپړ عملیاتي چمتووالی لري او موخه ئې د احتمالي بریدونو پر مهال د سعودي ملاتړ دئ.
دا پوځي خوځښت پر داسي مهال ترسره کېږي چي اسلام‌اباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب رول هم لوبوي.