رویټرز راپور ورکړی چي د امریکا او ایران استازي په نیویارک کي د رواني جګړې د پای ته رسولو له پاره پر احتمالي حللارو خبري کوي.
د راپور له مخي، د خبرو یوه احتمالي طرحه دا ده چي ایران به هرمز تنګي د نړۍوالي سوداګرۍ او بېړیو پر مخ بېرته خلاصوي او امریکا به په بدل کي د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي.
رویټرز وايي، ښايي د دې هوکړي په چوکاټ کي ایران ته د خپلو کنګل سوو شتمنیو یوې برخي ته د لاسرسي اجازه هم ورکړل سي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، د کړکېچ د هواري له پاره ښايي دواړه لوري موضوعات په څو پړاوونو کي حل کړي او لومړی ګام به د سمندري محاصرې پای او د هرمز تنګي بیا پرانیستل وي.