سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په تاجکستان کي د ډبرو د سکرو د کان د نړېدو په پېښه کي يو افغان وژل سوی

سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په تاجکستان کي د ډبرو د سکرو د کان د نړېدو په پېښه کي يو افغان وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی افغان رضا نومېږي او اصلي د دايکنډي ولايت اوسېدونکی و او د تېر جمهوري نظام پر مهال په دغه ولایت کي ئې نظامي دنده درلوده.
سرچينه زياتوي چي دغه افغان د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم تاجکستان ته مهاجر سوی و.