سعودي عربستان اعلان کړی چي د ایران له لوري پر دې هیواد بریدونه سوي دي، چي د ریاض سیمه او ختیځي سیمي ئې په نښه کړې دي

سعودي عربستان اعلان کړی چي د ایران له لوري پر دې هیواد بریدونه سوي دي، چي د ریاض سیمه او ختیځي سیمي ئې په نښه کړې دي.
د سعودي د چارواکو په وینا، یاد بریدونه د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا شنډ سوي او د پراخو زیانونو مخه نیول سوې ده.
د سعودي عربستان د رسمي اعلامیې له مخي، دغه هیواد دا بریدونه غندي او دا ئې د خپل ملي حاکمیت او امنیت پر ضد ښکاره سرغړونه بللې ده.

په اعلامیه کي ویل سوي، چي دا ډول بریدونه د هېڅ دلیل او پلمې لاندي د توجیه وړ نه دي او د سیمي د ثبات پر وړاندي جدي ګواښ ګڼل کېږي.
سعودي چارواکو همدارنګه ویلي چي ایران له مخکي خبر و چي سعودي عربستان به اجازه ورنه کړي، چي د خپل هوايي حریم او خاوري څخه د کوم بل هیواد پر ضد د برید له پاره استفاده وسي.
د اعلامیې له مخي، سره له دې ټینګارونو ایران بریدونه تر سره کړي دي.