سپيني ماڼۍ ويلي چي د ایران له لوري وړاندي سوې ۱۰ ماده‌ییز طرحه د هغو شرایطو سره برابر نه ده

سپيني ماڼۍ ويلي چي د ایران له لوري وړاندي سوې ۱۰ ماده‌ییز طرحه د هغو شرایطو سره برابر نه ده، چي واشنګټن ئې د جګړې د درولو له پاره مني، خو دا طرح کولای سي د راتلونکو خبرو له پاره بنسټ جوړ کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندي کارولين ليويت خبریالانو ته ويلي، چي ایران پيل کي یو داسي طرحه وړاندي کړې وه، چي امریکا ته د منلو وړ نه و، خو وروسته ئې یو نسبتاً منطقي وړاندیز وړاندي کړ.
همداراز، یو لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي چي هغه سند چي رسنیو خپور کړی، د اصلي مذاکراتو حقیقي چوکاټ نه دئ.

په همدې حال کي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چي یوازي یو محدود شمېر مهم ټکي سته چي امریکا ئې مني او دا ټکي به په تړلو ناستو کي وڅېړل سي.
هغه ویلي چي ډېری خپرېدونکي اسناد او وړاندیزونه له مذاکراتو سره تړاو نه لري.
له بلي خوا، د ایران د ملي امنیت عالي شورا اعلان کړی چي خپل ۱۰ ماده‌ییز طرحه ئې د پاکستان له لاري امریکا ته وړاندي کړې ده.

په ورته وخت کي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چي مستقیمي خبري به ژر پيل سي، چي په دې خبرو کي به د اټومي پروګرام، بندیزونو او تعرفو موضوعات هم شامل وي.
نوموړي زیاته کړې چي د امریکا د طرح پر بنسټ د دوو اوونیو اوربند منل سوی، خو لبنان په کښي شامل نه دئ.