ط..البانو د بادغیس په درو ولسوالیو کي د ځنګلي ونو د پرې کولو په تور اته کسان نيولي.
د بادغیس د ط..البانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي ویلي، چي دغه کسان د تګاب عالم، غورماچ او سنګ اتش ولسوالیو په ځنګلي سیمو کي نيول سوي دي.
د نوموړي په خبره، د نیول سوو کسانو قضیې د نورو قانوني اقداماتو له پاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل سوي دي.