ط..البان وايي: تېره ورځ په کابل کي د چينايانو پر هوټل په بريد کي اووه کسان وژل سوي
د ط..البانو د کابل د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ رسنيو ته ويلي، چي د دوشنبې په ورځ د شهرنو په سيمه کي د چينايانو پر چاينيز نوډل هوټل بريد سوی.
د هغه په خبره چي په دغه بريد کي د يوه چينايي وګړي په شمول شپږ افغانان وژل سوي او ۱۳ کسان نور ټپيان سوي دي.
د ځدراڼ په وينا چي دغه هوټل د يوه افغان او يوه چينايي وګړي په ګډه وو.