لاوروف: روسیه د اوکراین د کړکېچ په اړه د ټرمپ له ځانګړو استازو سره خبرو ته چمتو ده
روسیې اعلان کړی چي د امریکا د ولسمشر ځانګړو استازو سره د اوکراین د بحران د حل له پاره خبرو ته چمتو ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د نامیبیا د نړۍوالو اړیکو او سوداګرۍ له وزیري سلما موساوي سره په مسکو کي د یوې ګډي خبري غونډې پر مهال وویل:« مسکو چمتو دئ چي له ستیو ویتکاف، د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، او جرد کوشنر، د هغه زوم، سره د اوکراین د کړکېچ د حل له پاره خبري وکړي.»