محلي سرچینو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د تخار ولایت د مرستیال والي

محلي سرچینو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د تخار ولایت د مرستیال والي، حاجي ملا نادر زوی د نامعلومو کسانو له خوا تښتول سوی دئ.
د سرچينې په وينا ط..البانو ټولو استخباراتي ادارو ته امر کړی چي د تښتول سوي کس د موندلو له پاره ژر اقدام وکړي.
په ورته وخت کي بيا يوې بلي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د ملانادر د زوی سره يو ځای يو بل کوچنی هم ورک سوی وو، چي تېره ورځ ناوخته بېرته موندل سوي او په تړاو ئې دوه کسان هم ط..البانو نيولي.

د يادي پېښي په اړه ط..البانو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
یاده پېښه په داسي حال کي سوې چي ط..البان تل د هیواد د امنیت د ټینګښت ادعا کوي.