ملګري ملتونه وايي، پر ښځو او نجونو د ط..البانو محدودیتونه او د ترهګرۍ په اړه اندېښنو د افغانستان د بیارغوني او پرمختګ پر وړاندي لوی خنډونه دي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (یوناما) د پنج شنبې په ورځ ویلي، چي د ښځو پر وړاندي محدودیتونه د نړۍوالو همکاریو او پانګوني د پراختیا مخه نیسي.
یوناما زیاتوي، افغانستان په تېرو پنځو کلونو کي د امنیتي وضعیت د ښه کېدو شاهد و، خو د تلپاتي ثبات له پاره باید ط..البان مهم ګامونه واخلي.
د دغه سازمان په وینا، د ترهګرۍ په اړه اندېښنې هم د افغانستان اړیکي له ګاونډیو هیوادونو او نړۍوالي ټولني سره پېچلي کړي دي.