ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کي پر ښځو او نجونو لګول سوي محدودیتونو او د بشري مرستو د بودیجې کمښت د روغتیايي خدمتونو

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کي پر ښځو او نجونو لګول سوي محدودیتونو او د بشري مرستو د بودیجې کمښت د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کول ورته ستونزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي د دوشنبې په ورځ ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسي د ط..البانو له لوري صادر سوي څه باندي ۱۰۰ فرمانونه د ښځو د روغتیايي ستونزو یو مهم لامل دئ.
د دغه سازمان په وینا، د ښځو پر تګ راتګ، زده‌کړو او کار بندیزونو، په ځانګړي ډول د امیندوارو ښځو روغتیايي وضعیت اغېزمن کړی دئ.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي ۲۲ میلیونه ښځي او نجوني د اوږدې مودې له پاره له روغتیايي خدمتونو څخه د محرومېدو له خطر سره مخ دي.
د راپور له مخي د بشري مرستو د بودیجې د کمېدو له امله نژدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه او د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ ۱۹۳ مرکزونه تړل سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *