ملګري ملتونه وايي، په اوسنیو شرایطو کي د افغانستان له خلګو سره مرسته او ملاتړ د دې سازمان له مهمو لومړیتوبونو څخه دئ.
د ملګرو ملتونو په وینا، دوی له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانستان په بېلابېلو برخو کي بشري مرستي او د ژوند ژغورني خدمتونه وړاندي کوي.
دغه سازمان وايي، په افغانستان کي میلیونونه کسان د خوړو له کمښت او ناامنۍ سره مخ دي او د خلګو د اړتیاوو پوره کولو له پاره د نړۍوالي ټولني دوامداره مرستو ته اړتیا ده.
ملګري ملتونه پر دې هم ټینګار کوي، چي د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، حقونه باید رعایت سي.