مېزان خبري آژانس د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د ايران دولت دوه تنه سياسي بنديان اعدام کړي. د راپور له مخي، یاد کسان بابک عليپور او پویا قبادي نومېدل، چي د مجاهدین خلق ډلي سره د تړاو په تور نیول سوي وو.
د ياد آژانس په وينا چي دغه کسان د ايران دولت د بغاوت او د ملي امنيت پر ضد د اقدام په تور نيولي وو او د سې شنبې په ورځ ئې د اعدام حکم پر عملي کړ.