نن د جون ۳ مه د بایسکل نړۍواله ورځ ده؛ هغه ساده وسیله چي نه د تېلو لګښت لري او نه هم د ګڼي ګوڼي له امله ساعتونه انتظار

نن د جون ۳ مه د بایسکل نړۍواله ورځ ده؛ هغه ساده وسیله چي نه د تېلو لګښت لري او نه هم د ګڼي ګوڼي له امله ساعتونه انتظار باسي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کي د ترکمنستان په وړاندیز دا ورځ په رسمي توګه ونوموله، څو د بایسکل کاروني او د هغه د ګټو په اړه عامه پوهاوی زیات سي.
دغه سازمان بایسکل د پاک چاپېریال له پاره موثر، د روغتیا له پاره ګټور او د دوامدار ترانسپورټ یوه اغېزناکه وسیله ګڼي.

په افغانستان کي هم د اقتصادي ستونزو او د ترانسپورټي لګښتونو د لوړېدو له امله د بایسکل کارونه ډېره ده.
د ښارونو په ګڼو سیمو کي اوس ډېر کسان د خپلو ورځنیو تګ راتګ له پاره بایسکل کاروي، چي هم لګښت کموي او هم د روغ ژوند له پیاوړتیا سره مرسته کوي.