نن د ډيسمبر دريمه د معلولينو نړۍواله ورځ ده

نن د ډيسمبر دريمه د معلولينو نړۍواله ورځ ده، په کندهار ولایت کي معلولین له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او وايي چي دولت ئې حال نه پوښتي.
د کندهار ښار او ولسوالیو ګڼ معلولین شکایت کوي، چي د ژوند بنسټیزي اړتیاوي نه لري، کار نه لري او د دولت له خوا ورته لازمه پاملرنه نه کېږي.
دوی وايي، د جګړې، ماینونو او نورو پېښو له امله معلول سوي، خو اوس د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.

ولي جان هغه معلول دئ چي په تېرو جګړو کي ئې دواړه سترګي د لاسه ورکړي هغه څراغ تلوېزيون ته داسي وويل:"د دولت له خوا مو نه مرسته ترلاسه کړې، نه راته د کار زمینه برابره سوې ده اوس ډېری معلولین د ښار پر واټونو خیرات ته اړ دي."
معلولین زیاتوي چي د روغتیايي خدمتونو، تعلیم، او روزګار له پاره هېڅ اسانتیا نه لري. هغوی وایي، پر حکومت سربېره له خیریه مؤسسو هم هېڅ مرسته نه ده ور رسېدلې.
د کندهار د ټولنیزو چارو فعالان وايي، معلولین د ټولني هېر سوی قشر دئ او باید ورته ځانګړې توجه وسي.

دوی له دولت او مرسته کوونکو ادارو غواړي چي د معلولینو اقتصادي ستونزي جدي په نظر کي ونيسي د کار او عاید زمینه ورته برابره کړي او د ژوند حقونه ئې تضمین کړي.
دا په داسې حال کي ده چي په کندهار کي د معلولینو شمېر زيات دئ؛ خو د هغوی د ژوند معیارونه ورځ تر بلې ټیټېږي او د دولت څخه هير سوي دي.