نن د ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ نېټه ده

نن د ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ نېټه ده، چي د نوروز له ورځي سره برابره ده؛ هغه ورځ چي د پېړيو راهيسي د افغانانو له پاره د نوي کال، نوي هيلي او خوښۍ نښه بلل کېږي.
نوروز نه يوازي يو کلتوري جشن دئ؛ بلکي ژور تاريخي ارزښت هم لري او د سيمي د ګڼو ولسونو ترمنځ ګډ ميراث ګڼل کېږي.
نوروز د پسرلي له پيل سره تړاو لري او د طبيعت د بيا راژوندي کېدو استازيتوب کوي.

په افغانستان کي دا ورځ له لرغونو زمانو راهيسي لمانځل کېږي او خلګو به په دې مناسبت کورونه پاکول، نوي کالي به ئې اغوستل، خپلوانو او دوستانو سره به ئې ليدني کولې او ځانګړي دودونه به ئې ترسره کول.
د هفت‌ ميوې برابول، سمنک پخول او دوديزي لوبي د دې ورځو له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.
د نوروز له مهمو مراسمو څخه يو هم د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کي د جنډۍ پورته کولو مراسم دي، چي هر کال به زرګونه خلګو په کښي ګډون کوی.

دا مراسم د يووالي، عقيدت او ګډو خوښيو څرګندونه بلل کېږي او د هیواد له بېلابېلو سيمو خلګ به ورته راټولېدل.
د تاريخي پلوه، نوروز د سيمي د لرغونو تمدنونو، په ځانګړي ډول د آريايي کلتور سره تړاو لري او وروسته د اسلامي دورې په اوږدو کي هم د خلګو د کلتوري دود په توګه پاته سوی دئ.
ډېری افغانان دا ورځ د ملي هويت او کلتوري يووالي نښه بولي.

خو په وروستيو کلونو کي، د ط..البانو له لوري پر دې جشن محدوديتونه لګول سوي دي. ډېری خلګ وايي چي د نوروز د لمانځلو مخنيوی د خلګو د خوښيو کمېدو لامل سوی او دوديز فرهنګ ته زيان رسوي.
د دوی په باور، که دا ډول کلتوري مراسم له منځه ولاړ سي، نو راتلونکی نسل به خپل تاريخ او دودونه هېر کړي.
سره له دې محدوديتونو، بيا هم يو شمېر افغانان هڅه کوي چي نوروز په کورنۍ کچه ولمانځي او خپل دودونه ژوندی وساتي.

دوی ټينګار کوي چي نوروز د سياست پورې تړاو نه لري، بلکي د خلګو ګډ کلتوري ميراث دئ، چي بايد وساتل سي.
نوروز د خوښۍ، هيلي او بيا پيل سمبول دئ؛ هغه ورځ چي افغانان ئې لا هم د زړه له کومي درناوی کوي، که څه هم د لمانځلو بڼه ئې بدله سوې ده.