نن شنبه د ۲۰۲۶ م کال د جنوري پر ۳۱ تاريخ د بلوچستان په مرکز کوټه کي د پرلپسي ډزو او برېدونو وروسته د پاکستان د حکومت له خوا بېړنی حالت اعلان سوی دی.
د سیمو د خلګو په خبره چي د مرکز کوټي په شمول د بلوچستان په نورو ښارونو کي هم د ډزو او بریدونو اوازونه اورېدل سوي، چي له امله یې د بلوچستان حکومتي ویاند بېړنی حالت اعلان کړی دی.
پر ټولنیزو رسنیو د بلوڅ بیلتون پالي ډلي د جنګیالیو عکسونه نشر سوي ،چي د کوټي اکثره سیمي یې نیولي خو پاکستاني چارواکي وایې چي څلور مشکوک وسله وال یې وژلي او حالت تر کنټرول لاندي دی.
پاکستاني چارواکو زیاته کړې چي د وسله والو د لویو بریدونو هڅه ناکامه سوې ،خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
ځایي خلګ وایي چي اوس هم د ډزو ږغونه اورېدل کېږي ،په هوا کي چورلکي ګرځي او اانټرنټ هم محدود سوی ،په ډیرو کمو سیمو کي لاسرسی ورته کېږي.
د پاکستان حکومت خلګو ته اعلان کړی چي د امنیتي وضعیت له امله دي د کورونو نه وځي.