نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د اسپانیا په جنوب کي د دوو ريل ګاډيو د ټکر په پېښه کي ۲۱ کسان وژل سوي او سل نور ټپيان دي

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د اسپانیا په جنوب کي د دوو ريل ګاډيو د ټکر په پېښه کي ۲۱ کسان وژل سوي او سل نور ټپيان دي.
د‌الجزيرې د راپور له مخي دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې چي د مالاګا څخه مادرید ته روانه ريل ګاډۍ، چي شاوخوا ۳۰۰ مسافر ئې انتقالول، د کوردوبا ښار ته نژدې د خپلي کرښي څخه اوښتې او د مادرید څخه هویلوا ته د رواني بلي ريل ګاډۍ سره، چي شاوخوا ۲۰۰ مسافر ئې لېږدول ټکر سوې ده.
د اسپانیا چارواکو ويلي، چي د دغه پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.