نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د ایران د برید له امله په العدید هوايي اډه کي ځیني مهم مخابراتي تاسیسات زیانمن سوي دي. دغه اډه چي د قطر په خاوره کي موقعیت لري، د متحده ایالات د پوځ له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چي د اډې یو شمېر انتنونه او د سپوږمکۍ د اړیکو وسایل ویجاړ سوي یا سخت زیانمن سوي دي. ویل کېږي دا تجهیزات د امریکا د پوځ له لوري د استخباراتي معلوماتو راټولولو او پوځي همغږۍ له پاره کارول کېدل.
شنونکي وایي چي برید تر ډېره د امریکا د پوځي مخابراتو او د قومندې او څارنې پر سیسټمونو متمرکز و، څو د پوځ د اړیکو او عملیاتي همغږۍ وړتیا اغېزمنه کړي.