نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي پاکستان د لیبیا ختیځ مېشتي ملي اردو (LNA) سره د ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهیزاتو تړون کړی دئ.
د راپورونو له مخي، دا تړون د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر او د لیبیا د ملي اردو د مرستیال قومندان صدام خلیفه حفتر تر منځ د بنغازي په ښار کي لاسلیک سوی دئ.
چارواکي وايي، د یاد تړون له مخي به پاکستان لیبیا ته هوايي، ځمکني او سمندري پوځي وسایل ورکوي او امکان سته چي JF-17 جنګي الوتکي او Super Mushak روزنیزي الوتکي هم په کښي شاملي وي.

دا تړون به شاوخوا دوه نیم کلنو کي عملي سي او د پاکستان د دفاعي صادراتو تر ټولو لویو تړونونو څخه ګڼل کېږي.
د لیبیا ملي اردو هم له پاکستان سره د پوځي همکارۍ او وسلو د پلور هوکړه تائید کړې، خو نور جزئيات ئې نه دي ورکړي.
د لیبیا د ملي اردو مشرتابه دا تړون د پوځي همکاریو د نوي مرحلې پیل بللی دئ.