نړۍوال بانک وايي، په پاکستان کي د اقتصادي ستونزو او د توکو د بیو لوړېدو له امله د بېوزلۍ کچه ۲۹ سلني ته لوړه سوې ده.
د دغه بانک د تازه راپور له مخي، په ۲۰۲۴ کال کي د پاکستان شاوخوا ۷۲.۶ میلیونه وګړي د بېوزلۍ تر کرښي لاندي ژوند کاوه او له ۵۷.۶ میلیونه ډېر کسان په ورځ کي تر درو ډالرو کم عاید لري.
راپور زیاتوي، چي اقتصادي رکود، د ورځنیو اړتیاوو د بیو لوړوالی او د خلګو د عایداتو کمېدل په پاکستان کي د بېوزلۍ د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.