نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چي ایران هغه د اوربند وړاندیز رد کړی، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندي سوی و.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه وړانديز د عراق لومړي وزیر علي الزیدي تهران ته رسولی و.
راپور وايي، علي الزیدي تېره اوونۍ له ټرمپ سره په واشنګټن کي تر لیدني وروسته د پنج شنبې په ورځ تهران ته سفر وکړ او د اوربند دغه وړاندیز ئې ایراني چارواکو ته رسولی و.
تر اوسه د دې وړاندیز بشپړ جزئیات نه دي روښانه سوي.
ايراني چارواکو ټینګار کړی چي تهران له داسي لنډمهالي اوربند سره لېوالتیا نه لري، چي د هرمز تنګي د کنټرول د محاصرې ستونزه نه وي په کښي حل سوې.