هانا د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چي په ایران کي افغان کډوال، په ځانګړي ډول ښځي او ماشومان، د واده، زېږون، طلاق او نورو مدني اسنادو د ثبت او همدارنګه عدلي بنسټونو ته د لاسرسي په برخه کي له پراخو ستونزو سره مخ دي.
د دغه سازمان په حواله چي د ايران، امریکا او اسرائیلو د وروستیو نښتو وروسته د امنیتي تدابیرو سختېدو، د انټرنټ پرې کېدو، په عامه خدمتونو کي د ګډوډۍ او اداري فشارونو زیاتېدو د افغان کډوالو له پاره عدالت، عامه خدمتونو او اساسي حقونو ته لاسرسی لا محدود کړی دئ.
هانا له ایراني چارواکو غوښتي چي د افغان کډوالو د مدني اسنادو د ثبت بهیر اسانه کړي، د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندي کولو له پاره دي اغېزمن اقدامات وکړي او د هغو خنډونو له رامنځته کولو دي ډډه وکړي، چي کډوال عدلي ارګانونو او نورو دولتي ادارو ته له لاسرسي محروموي.