هغه ويډيو چي په ټولنيزو رسنيو کي نشر سوې په کښي ښکاري، چي د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) غړي د وسلو سره يو ځای د پاکستان په پنجاب ايالت کي د دغه هيواد د دفاع د وزير خواجه آصف په کلي ساهيوال کي ګزمې کوي.
خواجه آصف تر اوسه د ټي ټي پي د دغو ګزمو په اړه په ياده سيمه کي څه نه دي ويلي.
دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان پوځ ادعا کوي، چي د ټي ټي پي د افغانستان د خاوري څخه په استفاده په پاکستان کي ترهګريز بريدونه کوي؛ خو افغان ط..البان دا ادعاوي بې اساسه بولي.