هندي رسنيو خبر ورکړی

هندي رسنيو خبر ورکړی، چي هندي پوليسو د دغه هيواد د چنديګړ په بګت سينګ نړۍ وال هوايي ډګر کي يو افغان د‌ جعلي اسنادو په تور نيولی دئ.
پوليسو ويلي چي دغه افغان محمد‌نصير نومېږي او غوښتل ئې چي د هند په جعلي پاسپورټ باندي ابوظبي ته سفر وکړي.
هغوی وايي چي د ارزوني پر مهال پوليسو پېژندلی او اوس تر څېړنو لاندي دئ.

پوليسو ويلي چي دوی هڅه کوي چي دا روښانه کړي، چي دغه افغان د هند جعلي پاسپورټ څنګه جوړ کړی و او د دې قضيې تر شا نور څوک لاس لري.