هند د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کي د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي ئې دي، چي دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری او د سیمي سولي او ثبات ته مستقیم ګواښ دئ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، په دغو بریدونو کي ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د هغه په خبره پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو د پټولو له پاره د پولي هاخوا تاوتریخوالی زیاتوي.
هغه د زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ئې د هند ملاتړ اعلان کړی.