والسټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پراخ پوځي برید، چي پر ایران پلان سوی و، د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام او د امریکا د هوايي دفاع د توغندیو د زېرمو په اړه د اندېښنو له امله ځنډولی و.
د راپور له مخي، د امریکا پوځ د ۱۰ څخه تر ۱۴ ورځو پوري د دوامداره بریدونو له پاره چمتووالی نیولی و، خو سپیني ماڼۍ د عملیاتو د پیل پرېکړه وځنډوله.
بلخوا، ټرمپ دا راپور رد کړی او ویلي ئې دي، امریکا د نورو هیوادونو په پرتله ډېري وسلې لري او د اړتیا څخه زیاتي پوځي زېرمي لري.
راپور زیاتوي، ځیني امریکايي پوځي چارواکي اندېښنه لري، چي د ایران د توغندیزو بریدونو پر وړاندي د پاتریوټ دفاعي توغندیو پراخ استعمال ښايي د نړۍ په نورو سیمو، په ځانګړي ډول د چین پر وړاندي د امریکا دفاعي وړتیا اغېزمنه کړي.