وال سټريټ ژورنال د يوه امريکايي چارواکي په حواله ويلي، چي امریکا د پنج شنبې په ورځ په ایران کي څو پلونه په نښه کړي

وال سټريټ ژورنال د يوه امريکايي چارواکي په حواله ويلي، چي امریکا د پنج شنبې په ورځ په ایران کي څو پلونه په نښه کړي، څو بندرعباس او د هرمز تنګي د سمندري اډې پر لور د تجهیزاتو او اکمالاتو لاري پرې کړي.
د راپور له مخي، د پنج شنبې ناوخته او د جمعې په لومړیو ساعتونو کي د بندرعباس او شاوخوا سیمو پر پلونو امريکا بریدونه کړي او ایراني دولتي رسنیو هم ویلي چي د بندرعباس له ګاونډیو ولایتونو سره نښلوونکې لوی لاري تړل سوي دي.
وال سټریټ ژورنال لیکلي چي بندرعباس د سپاه پاسدارانو د مهمي سمندري اډې کوربه دئ او د هرمز تنګي او فارس خلیج کي د ایران د پوځي فعالیتونو له پاره مهم رول لري.

راپور زیاتوي چي ایران د دغو بریدونو په غبرګون کي په سیمه کي د امریکا او د هغې د متحدانو پر تاسیساتو بریدونه کړي او پر سوداګریزو بېړیو ئې خپل بریدونه جاري ساتلي دي.