ټاکل سوې ده، چي د ناټو عمومي منشي مارک روټه راتلوونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي؛ ترڅو د امريکايي چارواکو سره پر مهمو

ټاکل سوې ده، چي د ناټو عمومي منشي مارک روټه راتلوونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي؛ ترڅو د امريکايي چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو خبري وکړي.
راپورونه وايي، دا سفر په داسي وخت کي ترسره کېږي، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي متحدينو پر دریځ نيوکي کړي، په ځانګړي ډول د ايران سره د روان کړکېچ په اړه.
د ناټو چارواکو ويلي، چي دا سفر له مخکي پلان سوی، خو تر اوسه د خبرو د اجنډا بشپړ جزئيات نه دي خپاره سوي.

بلخوا، ټرمپ مخکي د ناټو د ځينو غړو پر کمزوري همکارۍ نيوکه کړې او حتی د دې احتمال ئې ياد کړی، چي امريکا ښايي له دې تړونه څخه ووزي.
تمه کېږي چي دا ليدنه به د ناټو او امريکا ترمنځ پر همکارۍ او روانو نړۍوالو موضوعاتو مهم اغېز ولري.