ټرمپ: بالاخره مجبوره یم چي ناټو کي بنسټیز اصلاحات راولم

ټرمپ: بالاخره مجبوره یم چي ناټو کي بنسټیز اصلاحات راولم.
لیکوال: اندرو کوریبکو
روسیه ټوډې

امریکا تر دې وړاندي د ناټو د بنسټیزو اصلاحاتو لپاره څرګنده او جدي انګېزه نه لرله، خو وروستیو تحولاتو دغه وضعیت بدل کړی دی. وروسته له هغه چي د ناټو غړو د امریکا غوښتنه رد کړه چي د هرمز د بېرته پرانستلو لپاره مرسته وکړي، واشنګټن اوس په ښکاره ډول خپل ستراتیژیک لومړیتوبونه بدل کړي دي.
د نوي تګلاري له مخه امریکا غواړي خپل تمرکز د لوېدیځي نیمه کرې پر بیا ټینګښت او د چین پر مهارولو واړوي، نه دا چي یوازي د روسیې د مخنیوي پر سیاست تکيه وکړي.
د ډونالډ ټرمپ له لوري پر ناټو وروستۍ نیوکي هم د همدې بدلون نښه ده. هغه تېره اوونۍ په کابینه کي وویل چي ناټو «هیڅ کار نه دی کړی» او یادونه یې وکړه چي کلونه مخکې یې دا سازمان «کاغذي پړانګ» بللی و. ټرمپ ټینګار وکړ چي امریکا تل د خپلو متحدینو مرسته کړې، خو هغوی بیا د اړتیا پر وخت د امریکا ترڅنګ نه دي درېېدلي.

نوموړي دا وضعیت د ایران د جګړې په تړاو یو ازموینه وبلله او ویې ویل چي دا به هېره نه کړي چي کوم هېوادونه ورسره ولاړ ول او کوم نه. هغه د اروپايي متحدینو پر دریځ هم نیوکه وکړه، په ځانګړي ډول یې د جرمني د ولسمشر هغه خبره ناسمه وبلله چي ویلي یې ول: «دا زموږ جګړه نه ده.» ټرمپ په ځواب کي وویل چي د اوکراین جګړه هم د امریکا نه وه، خو بیا یې هم ملاتړ وکړ.
د راپورونو له مخه، ټرمپ اوس په دې فکر کي دی چي د ناټو لپاره یو نوی سیستم رامنځته کړي، چي له مخې یې هغه غړي هېوادونه چي د دفاع لپاره ټاکلې مالي ونډه نه ورکوي، له مهمو پوځي پرېکړو څخه بې‌برخې سي. سربېره پر دې، د امریکا د ځواکونو د کمولو یا ایستلو احتمال هم له جرمني څخه مطرح سوی دی.
بل لور ته، د «ناټو ۳.۰» په نوم یو نوی مفکوره هم وړاندې سوې ده، چي هدف یې دا دی چي د ناټو غړي هېوادونه خپله دفاع پخپله پر غاړه واخلي او امریکا وکولای سي خپل تمرکز نورو مهمو سیمو ته واړوي، په ځانګړي ډول د آسیا-پسیفیک لور ته.

په پوځي برخه کي هم بدلونونه تمه کېږي. امکان لري چي په رومانیا کي د امریکا حضور کم کړل سي، خو په پولنډ کي به ښايي لا پیاوړی سي، ځکه دغه هېواد د امریکا د امنیتي ستراتیژۍ مهمه برخه ګڼل کېږي.
په پای کي، ټرمپ کولای سي دغه بدلونونه د ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره هم وکاروي، څو د اروپا د امنیتي جوړښت په اړه نوي موافقې ته لاره هواره سي او د اوکراین په مسئله کي روان بن‌بست مات کړي.
په ټوله کي، داسې ښکاري چي نړیوال ائتلافونه، په ځانګړي ډول ناټو، د یوه نوي پړاو پر لور روان دي او راتلونکی به یې له مهمو بدلونونو خالي نه وي.