پاکستاني چارواکو ادعا کړې چي په پېښور کي د سرحدي ځواکونو (ایف سي) پر مرکزي دفتر د سوي برید درې واړه ځانمرګي بریدګر افغان اتباع وو. د پاکستاني چارواکو په خبره د رحمان بابا له هدیرې څخه د ايف سي تر مرکز پوري د دغو کسانو د تګ یوه ویډیو هم موندل سوې ده.
د پاکستان حکومت د يادي موضوع په تړاو نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا بيا افغان ط..البانو د پاکستان د حکومت د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي؛ خو ډېر وخت ئې د پاکستان ورته تورونه بې اساسه بللي دي.