پاکستان وايي، د افغان کډوالو د لېږدولو په اړه له امریکا سره د خبرو اترو په حال

پاکستان وايي، د افغان کډوالو د لېږدولو په اړه له امریکا سره د خبرو اترو په حال کي دئ، خو د دې بهیر په تړاو لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده سوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، له امریکا څخه پاکستان او افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږدولو په پلان کي د اسلام‌اباد د احتمالي ونډي په اړه تر اوسه خپاره سوي معلومات یوازی اټکلونه دي.
نوموړي زیاته کړې، پاکستان له اړوندو لورو سره اړیکي ساتي او هڅه کوي، د دې موضوع له پاره داسي حل‌لاره پيدا کړي، چي د خپلو متحدینو او شریکانو له همغږۍ سره برابره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *