پاکستان وايي، له افغانستان سره د خبرو له لاري د ستونزو د حل غوښتونکی

پاکستان وايي، له افغانستان سره د خبرو له لاري د ستونزو د حل غوښتونکی دئ، خو په وینا ئې کابل باید د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندي عملي ګامونه واخلي چي د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، یوازي د بریدونو غندل کافي نه دي او د ط..البانو حکومت باید د دغو ډلو د پټنځایونو، روزني او جلب‌وجذب مرکزونو د له منځه وړلو له پاره اقدام وکړي.
د هغه په وينا د خپلي خاوري او وګړو د ساتني له پاره به د نړۍوال قانون له مخي لازم اقدامات وکړي.