په اتريش کي مېشتو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بريدونو او د ملکي خلګو د هدف ګرځولو پر ضد لاريون کړی.
هغوی ويلي، چي د دې اعتراض اساسي موخه دا ده، چي له ملکي افغانانو څخه د سياسي وسيلې او سپر په توګه استفاده ونه سي.
لاريون کوونکو همداراز د ملکي خلګو د خونديتوب غوښتنه وکړه او ټينګار ئې وکړ، چي د جګړې پرمهال بايد ملکي وګړي له هر ډول بريدونو خوندي وساتل سي.