په اندونيزيا کي د ط..البانو د سفارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه هيواد د زندانونو څخه شپږ تنه افغانان ازاد سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغانان د څه مودې راهيسي په دغه هيواد کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته افغانستان ته انتقال سوي دي.
ط..البانو د دغو افغانانو د نيول کېدو د علت په اړه څه نه دي ويلي.