په بدخشان ولايت کي د طالبانو د ډلي امنيتي مسئولينو خبر ورکړی چي وسله والو ځواکونو په موقتي ډول د یفتل ولسوالۍ سقوط کړې وه.
د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنيو ته وویل چي تیره شپه د ولسوالۍ مسئولين یو ځای میلمانه وو، چي په دغه وخت کي وسله والو پر ولسوالۍ بريد کړی او ولسوالۍ یې نيولې وه.
هغه زیاته کړې چي اوس وضعیت کنټرول دی،یو شمېر کسان مو نیولي او عملیات لا دوام لري.
باید وویل سي چي د یاد بريد مسئوليت د (سپاهيان ميهن)په نوم جبهې منلی دی.