په داسي حال کي چي د امريکا متحدو ايالتونو او اسرائيلو ګډ بريدونه پر ايران دوام لري او تهران ئې په جواب کي متقابل اقدامات کړي، د ډونالډ ټرمپ ځينو محافظهکارو رسنيزو ملاتړو د امريکا د دې پوځي عملياتو د پيل پرېکړه تر نيوکي لاندي راوستلې ده او د واشنګټن له دې پوځي اقدام سره ئې مخالفت څرګند کړی دئ.
په دغو څېرو کي اکرکارلسن، مگین کلي او مت والش شامل دي. دوی د امريکا په پرېکړه کي د اسرائيلو پر رول تمرکز کړی او د دې اقدام په اړه ئې منفي غبرګون ښودلی دئ.
کارلسن دغه بريد «کرکجن» بللی او ادعا ئې کړې چي اصلي پرېکړه د اسرائيلو تر اغېز لاندي سوې ده.
بل لور ته، ټرمپ په يوه رسنيزه مرکه کي ټينګار کړی، چي د منتقدينو نظرونه د هغه د پلويانو د اکثريت استازيتوب نه کوي.