په ملګرو ملتونو کي د افغانستان استازي، نصیر احمد فایق

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان استازي، نصیر احمد فایق، د یوناما د ماموریت د یو کال له پاره د تمدید هرکلی کړی او ویلي ئې دي، چي په افغانستان کي ثبات او سیاسي پرمختګ د داسي حکومت له لاري ممکن دئ، چي د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه د افغانستان له پاره مهمه بللې او ټینګار ئې کړی، چي د بشري حقونو خوندیتوب، د ښځو او نجونو د حقونو درناوی، د بشري مرستو دوام او د ترهګرۍ پر ضد ګډي هڅي باید د نړۍوالو لومړیتوبونه پاته سي.
فایق همداراز له نړۍوالي ټولني غوښتي چي د افغانستان په اړه خپل ګډ او ثابت دریځ وساتي او د افغانانو د راتلونکي له پاره د یوه باور وړ سیاسي بهیر ملاتړ وکړي.