په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان له لوري په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کي ترسره سوي وروستي هوايي

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان له لوري په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کي ترسره سوي وروستي هوايي بریدونه د نړۍوالو قوانینو او د هيوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل بللی دئ.
په خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي، چي د پاکستان دغه اقدامات نه یوازي د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کي دي؛ بلکي د سیمي پر امنیتي وضعیت هم منفي اغېز لري. دغي استازولۍ ټینګار کړی چي د ملکي وګړو خوندیتوب باید د هر ډول امنیتي تګلاري اساسي برخه وي.
اعلامیه زیاتوي چي د افغانستان خلګ د کلونو جګړو او بې‌ثباتۍ له امله سخت زیانمن سوي او د تاوتریخوالي دوام به د ولسي ژوند ستونزي نوري هم زیاتي کړي.

د افغانستان دایمي استازولۍ له پاکستان څخه غوښتي چي د نړۍوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د ښه ګاونډیتوب اصولو ته درناوی وکړي او د اختلافاتو د حل له پاره له سوله‌ییزو لارو کار واخلي.
په پای کي ټینګار سوی چي په سیمه کي تلپاتي سوله هغه مهال رامنځ ته کېدای سي چي ټول لوري له زغم او ډیپلوماسۍ کار واخلي او د خلګو اراده او مشروعیت ته لومړیتوب ورکړي.